د امریکا د جورجیا ایالت څارنوالانو د ټرمپ په اړه جنایي څېړنې پیل کړي

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا په جورجیا ایالت کې څارنوالانو د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې هڅې په اړه جنایي څېړنې پیل کړي چې غواړي دغلته د تېرو ټاکنو پایله معکوسه کړي.

په یوې ثبت شوې ټیلیفوني مکالمه کې ډونالد ټرمپ د جورجیا ایالت د بهرنیو چارو پر سکرتر برد رفنسپرګر (Brad Raffensperger) فشار راوړي چې دغلته د رایو پایله د ده په ګټه واړوي.

دغه مکالمه د تېرې جنورۍ میاشتې په درېیمه واشنګټن پوسټ خپره کړې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ډونالد ټرمپ د جورجیا والي ته چې د ده د ګوند غړی دی ټیلیفون کړی او ورته‌یې ویلي چې د قانون جوړوونکو د یوې ځانګړې غونډې په وسیله دغه ایالت کې د ده ماتې لغوه کړي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د جورجیا څارنوالانو ته هم ټیلیفون کړی او ورته ویلي دي چې د ده په ټکو "درغلۍ" پيدا کړي.

جورجیا د امریکا د هغو ایالتونو له ډلې دی چې د ډونالد ټرمپ ټاکنیز ټیم په‌کې د رایو د پایلو په اړه لانجې کوي.