سعودي: حوثیانو د یمن پولي ته نږدې 'ابها' هوایي ډګر ویشتی

ارشیف، د ابها هوايي ډګر

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې د یمن په جګړو کې ښکېل دی وایي، شیعه حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په جنوب لویدیځ کې پر یوه هوایې ډګر توغندی ویشتلی او په نتیجه کې یې یوې ملکي الوتکې اور اخېستی دی.

د سعودي دولتي رسنیو نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) د دغه ایتلاف په حواله ویلي چې دا اور بېرته کابو شو.

د ابها هوایي ډګر چې د یمن پولي ته نژدې پروت دی، په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

پر وېب پاڼو د دغه هوایي ډګر مهال ویش ښیې چې په الوتنو کې یې ځنډ راغلی او یا هم پروازونه لغوه شوي دي.

دا هوایي ډګر وړاندې هم د حوثي یاغیانو له خوا په توغندیو ویشتل شوی یا د بې پیلوټه الوتکو هوایې بریدونه ورباندې شوي دي.