د امریکا سنا جرګې د ټرمپ د استیضاح محاکمه قانوني وبلله

د ټرمپ د استیضاح محاکمه

د امریکا سنا جرګې د متحده ایالاتو د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح محاکمه قانوني وبلله.

ډونالد ټرمپ په دې خاطر محاکمه کېږي چې وکتل شي د جنورۍ په ۶مه د کانګرس په ودانۍ د برید په قضیه کې پړ دی که څنګه.

سنا جرګې پرون د دې استیضاح د ترسراوي لپاره رأی ګیري وکړه چې په نتیجه کې ۵۶ سناتورانو د ټرمپ د استیضاح محاکمه قانوني وبلله او ۴۴ نورو بیا ناقانونه یاده کړه.

په سنا جرګه کې په ۴۸ ډیموکرات، دوو ازادو سناتورانو سربېره ۵۰ نور جمهوري‌پاله دي. شپږو جمهوري‌پالو سناتورانو د ټرمپ په خلاف رایه ورکړې ده.

د سنا جرګې د پرونۍ غونډې په پيل کې د استازو جرګې یوه غړي چې د څارنوال رول لري وویل کافي شواهد شته او ښيي چې ډونالد ټرمپ خپل پلویان د کانګرس په ودانۍ یرغل ته هڅولي دي.

د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ په شپږمې یرغل سره یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

ډونالد ټرمپ یو وار په خپلې ولسمشرۍ دورې کې هم استیضاح شوی و چې بیا یې برائت ترلاسه کړ.