کابل کې درېیو چاودنو ۲ تنه وژلي او ۵ نور ټپیان دي

ارشیف، په کابل کې پر یوه لنډکروزر موټر چاودنه

کابل کې نن سهار درېیو چاودنو لږ تر لږه دوه تنه وژلي او پنځه نور کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ رسنیو ته دا چاودنې او په‌کې خلکو ته اوښتي تلفات تأیید کړي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې لومړۍ چاودنه په شل کم نهو بجو د دوهمې ناحیې اړوند قوای مرکز کې په یوه فورتینر موټر شوې چې په‌کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

دوهمه چاودنه په پنځه کم نهو بره‌کي څلورلاري کې په یوه لنډکروزر موټر شوې چې په‌کې دوه کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي دي.

د کابل پولیسو په پغمان ولسوالۍ کې هم د یوې چاودنې خبر تأیید کړی چې چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

پلازمېنه کابل دا اوونۍ له پیله د مقناطیسي ماین چاودنو شاهد و چې په‌کې ګڼو خلکو ته تلفات اوښتي.

افغان چارواکي وایي طالبان دا بریدونه کوي، خو طالبانو اکثر په دې ماین چاودنو کې لاس لرل رد کړي دي.