میانمار کې د مظاهرو دوام؛ پولیسو پر اعتراض کوونکو ډزې کړي

میانمار کې اعتراضونه

د برما/ میانمار پولیس پر هغو اعتراض کوونکو چې د عمومي راغونډېدو ممنوعیت‌یې له پامه غورځولی وو، ډزې کړي او له اوبو شیندونکو ماشینونو یې کار اخیستی دی. ​

د تېرې اوونۍ د کودتا وروسته د دې هېواد وګړي قهرېدلي او په اعتراض راوتلي دي.

پرون څلورمه پرله‌پسې ورځ وه چې د دوی اعتراضونو دوام وکړ. اعتراض کوونکي نظام په دیکتاتورۍ تورنوي او د میانمار د منتخبې مشرې انګ سان سوچي نیول کېدل غندي.

معترضین ملکي حکومت ته د واک ورسپارل او سوچي او د نورو واکمنو ګوندونو د غړو خلاصون غواړي.

دغه کسان د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه هغه مهال ونیول شول چې پوځ واک ترلاسه کړ.