هدفي وژنې او له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر وتلو د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

د کابل د امنیه قومانداني ویاند فردوس فرامرز وایي کابل کې د کلیو پراختیا د وزارت څلور کار کوونکي وژل شوي دي.

  • ډیفینس پوسټ

ډیفینس پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د هدفي وژنو او چاودنو زیاتوالي ته پام اړولی او لیکي، پرون سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) د یوه وزارت څلورکارکوونکي په یوه حمله کې ووژل شول.

د ورځپاڼې په لیکنه په دې ښار کې نژدې هره ورځ سهار د خلکو د ګڼه ګوڼې په وخت کې حملې کېږي او د سیاستوالو، خبریالانو، مدني فعالانو، قاضیانو او دیني عالمانو په ګډون پېژندل شوي افغانان په کې په نښه کېږي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وژل شوي کسان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کار کوونکي وبلل چې په وینا یې پر موټر یې وسله والو ډزې وکړې او په کې ووژل شول.

د پولیسو په وینا په همدې ورځ په دې ښار کې پر یوه بل دولتي موټر په هدفي ماین چاودنه کې یو ملکي وګړی ټپي شو.

ډیفینس پوسټ لیکي:

افغان او امریکایي چارواکي طالبان د شخړو د دغې څپې مسول بولي، خو دا ډله دغه تورونه ردوي.

د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې د شخړو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره پر هغې موافقې له سره کتنه وکړي چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ مه یې له طالبانو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړې.

دغه موافقه له افغانستانه تر مې میاشتې پورې د ټولو امریکایي سرتېرو وتلو ته لاره پرانېزي، خو د بایډن د لوړ پوړو امنیتي سلاکارانو له وروستیو څرګندونو داسې بریښي چې د دغو ځواکونو وتل ښایي وځنډیږي.

طالبانو ګواښ کړی چې که امریکا له دوی سره په شوې موافقې عمل ونه کړي، نو به پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو بریدونه بېرته پیل کړي.

د دغې موافقې له مخې طالبانو تراوسه پر امریکایي ځواکونو چې شمېر یې په افغانستان کې د تېرې جنوري میاشتې په نیمایي کې دوه نیم زرو ته راکم شوی، له حملو ډډه کړې ده.

  • ډیجیټال ژورنال

کاناډایۍ ډیجیټال ژورنال ورځپاڼې هم په افغانستان کې د امریکا پوځي حضورته پام اړولی او لیکي:

یوه ډله امریکایان د جوبایډن له ادارې غواړي چې تر می میاشتې پورې ټول امریکایي سرتیري له افغانستانه وباسي.

د ورځپاڼې په لیکنه دغه ډله چې د کوچ وروڼو په نوم یوه شتمنه کورنۍ یې ملاتړ کوي، د بایډن له ادارې دغه غوښتنه په یوه تبلیغاتي کمپاین کې چې نوی یې پیلوي، کوي.

دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې د بایډن د امنیتي سلاکارانو ملي ټیم هڅه کوي، په دې اړه پریکړه وکړي چې ایا له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو ایستل وځنډوي او که نه؟ یو شمېر یې دې ته اندېښنه لري چې که له وخته مخکې له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړي، ممکن ترهګري بېرته احیا او په افغانستان کې شخړې لا زیاتې شي.

ډیجیټال ژورنال وړاندې لیکي:

دغه ډله په پام کې لري چې په پیل کې یو میلیون او ۲۵۰ زره ډالره په دغه سرتاسري کمپاین چې یو شعار به یې، شل کاله، اوس یې وخت دی، ولګوي.

دا ډله غواړي په دې توګه نور امریکایان له ځان سره یوځای کړي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه ډېره اوږده شوې او پر سپینې ماڼۍ او قانون جوړونکو فشارونه راوړي چې امریکایي ځواکونه له دې هېواده وباسي.

دغه ډله له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره دغه کمپاین داسې مهال پیلوي چې یوې بلې د امریکا د کانګرس له خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعاتو په نوم ډلې دې وروستیو کې په خپل نوي راپور کې د جوبایډن ادارې ته سپارښتنه کړې چې له افغانستانه دې د امریکایي ځواکونو ایستل وځنډوي.