د ملي امنیت ریاست: د حقاني او داعش ګډه شبکه نېول شوې

د حقاني او داعش ګډه شبکه د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ځواکونو له خوا نیول شوي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، د حقاني شبکې او داعش ګډه شبکه یې نېولې ده.

د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوې ډلې د هدفي وژنو، د انفجاري موادو د انتقال او دغه شان د ځنځیري وژنو مسولیت درلود.

په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې د داعش او حقاني شبکې دغه ګډې نیول شوې ډلې په ډېرو تروریستي فعالیتونو او د امنیتي ځواکونو د یو شمېر منسوبینو په وژلو کې یې لاس درلود.

د اعلامی په وینا دغه ډلې په امنیتي، دافاعي او دغه شان په مدني فعالینو د پراخه حملو پلان درلود چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول.

په اعلامیه کې د نیول شوېو کسانو د شمېر او سیمې په اړه څه نه دي ویل شوي خو هغه ویډیو چې د ملي امنیت ریاست له لوري خپره شوې، د نیول شوېو کسانو شمېر په کې ۷ تنه ښودل شوی دی.

ملي امنیت ریاست ویلي، د دوی موندنې ښيي چې طالبان د حقاني شبکې او داعش ډلې په مرسته غواړي لویو ښارونو کې هدفي وژنې ترسره کړي او مسولیت یې داعش ډله ومني.

وسله والو طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې په هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې چسپکي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي دي.