له کندهاره ۱۲۴ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې

ارشیف، د هوايي دهلېز له لارې بهر ته د افغانستان صادرات

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې په روان لمریز کال کې د کرونا ویروس له اوج وروسته ۱۲۴ زره ټنه وچه او تازه مېوه له دې ولایته نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.

د دې ریاست مرستیال عبدالباقي ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولایت مڼې، کشمش او وچ انځر پاکستان او هندوستان او دغه‌شان د هوايي دهلېزونو له لارې اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.

دی وايي تېر کال نورو هېوادونو ته ۱۹۹ زره ټنه وچه او تازه مېوه صادره شوې وه، خو سږ کال د کرونا ویروس او قرنطینونو له امله دا اندازه کمه شوې ده.

نوموړی وايي دوی هڅه کوي چې د کندهار د محصولاتو لپاره په کور دننه هم بازار پیدا کړي.