چارواکي: په ننګرهار کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسئول نیول شوی

آرشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د ځانګړې قطعې د عملیاتو په ترڅ کې د سید کامران په نوم د القاعده شبکې د جلب او جذب مسئول نیول شوی دی.

د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی دوه ورځې مخکې نیول شوی او ورسره د یوې تفنګچې په ګډون یو شمېر نور وسایل هم نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د القاعده دغه مسئول دوه میاشتې وړاندې له سعودي عربستان څخه ننګرهار ته ورغلی و.

د القاعده دغه غړی داسې مهال نیول کېږي، چې په دې وروستیو کې پر طالبانو انتقادونه زیات شوي چې له واشنګټن سره د شوې موافقې له مخې یې تراوسه له دغې ډلې سره اړيکې نه دي شلولي.