د هلمند ولایتي شورا: ۱۰ ملکیان د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه کې ټپیان شول

هلمند کې یو شمېر افغان ځواکونه

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان وایي چې د دې ولایت په ناوه ولسوالۍ کې ۱۰ ولسي وګړي د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ټپیان شوي دي.

ښاغلي افغان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دغه ملکیان پرون مازدیګر هغه مهال ټپیان شول چې په ناوه ولسوالۍ کې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ سخته جګړه ونښته.

ښاغلی افغان زیاتوي: "د دغې جګړې د مرمیو په تبادله کې د یوې کورنۍ، یا د دوکورنیو چې سره وروڼه او د اکا زامن دي، ۱۰ کسان ټپيان شوي دي. ۹ تنه‌يې د لښګرګاه ایمیر جنسي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي او یو کس هم د واسطې د نشتوالي له امله په سیمه کې پاتې دی."

د هلمند د ولایتي شورا رئیس وویل، په ټپیانو کې درې یا څلور یې ښځې دي.

افغان ځواکونو او طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په هلمند کې د افغانستان د بشري حقونو د سیمه‌ییز دفتر مسؤلینو ازادي راډيو ته ویلي و چې په دغه ولایت کې ملکي تلفات زیات شوي دي.