نن د هند له‌خوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته رارسېږي

د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین

ټاکل شوې نن د هند له‌خوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته راورسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، هر کله چې د روغتیا نړیوال سازمان دغه واکسین تأیید کړي، دغه هېواد کې به‌یې تطبیق پيل شي.

ښاغلي نظري ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې دغه واکسین په لومړي ګام کې روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي، له هغه وروسته ښوونکو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې ژوند کوي، په همدې ډول مخته ځو چې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو او هغو ته دا واکسین تطبیق کړو چې جانبي ستونزې لري."

دا پنځه لکه دوزه واکسین چې د چارواکو په خبره، د استرازینیکا د هندي څانګې له‌خوا تولید شوی، په دوو پړاوونو کې دوه‌نیم لکه افغانانو ته ورکول کېږي.

استرازینیکا د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون له‌خوا تولید شوی واکسین دی چې مؤثریت‌یې مخکې تثبیت شوی دی.