روسيه کې د زنداني شوي الکسي ناوالني د پلویانو نیول کېدو دوام موندلی

روسیه کې د الکسي ناوالني د پلویانو د نیولو لړۍ

په روسیه کې چارواکو د زنداني شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالني د پلویانو نیول کېدو ته دوام ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د دوهم لوی ښار مرکز هم تړل شوی دی، سره له دې چې د دولت ضد کومې مظاهرې خبر هم نه‌دی ورکړل شوی.

د سن پټرسبورګ په مرکز کې پرون شنبه د واورې د پاکولو وسایل په سړکونو ایښودل شوي او دغه ځای ته‌یې د خلکو د ورتګ مخه نیولې ده.

دا هغه ځای دی چې د تېرو دوو اوونیو په پای کې د ناوالني پلویان په‌کې راټول شول او د حکومت پر ضد یې مظاهره وکړه.

په دغه ښار کې د مترو فعالیت هم درېدلی او پولیسو ویلي، د اپوزېسیون پر ملاتړو یې ۳۰ چاپې وهلې دي.

دغه کسان چې پر کورونو یې چاپې وهل شوي، مدني فعالان، د اپوزېسیون مشران او خبریالان یاد شوي دي.