افغانستان د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې د یوه بیان هرکلی کړی

د افغانستان ملي بیرغ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې د هغه بیان هرکلی کړی چې د افغانستان جګړه یې ناروا بللې.

دې اتحادیې چې په مرکز یې په قطر کې دی، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې د نړۍ پر دیني عالمانو، مفکرانو او خلکو غږ وکړ چې په افغانستان کې د وینې د بهولو د بندېدو او په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هڅه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یو خبرپاڼه کې وویل، په داسې حال کې چې په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل وروسته په هېواد کې تشدد زیات شوی، د مسلمانو علماوو اتحادیې هدفي وژنې، په کلکه غندلي او پر ملکي وګړو برید کول او د بې ګناه خلکو د وینې تویول یې د آسماني ادیانو او د بشري او نړیوالې ټولنې د دودنو خلاف کار بللی.

په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د جګړې خلاف فتواوې ورکړي او هغه یې ناروا بللې خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.