د لیبیا بېلابېلو ډلو پر یوه مؤقت حکومت سلا وکړه

د لیبیا ملي بیرغ

د لیبیا بېلابېلو ډلو په یوه مؤقت حکومت باندې چې د اوسني ځای ناستی به وي سلا وکړه.

د بېلابېلو ګوندونو او ډلو ۷۴ استازیو د جمهوري ریاست د درې کسیزې شورا او صدارت په جوړښت باندې ټینګار وکړ.

په لیبیا کې دا موافقه د ملګرو ملتونو له خوا په ژنیو کې تر پنځو ورځنیو خبرو وروسته ترلاسه شوه.

تمه ده چې مؤقته اداره د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه چې کله ولسمشرۍ ټاکنې کېږي په واک کې پاتې شي.

لیبیا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر قذافي د رژیم تر سقوط وروسته د دوو موازي ادارو شاهده وه.

مرکزي اداره چې طرابلس کې وه او د ملګرو ملتونو ملاتړ یې درلود او په مقابل کې یې د خلیفه بالقاسم حفتر ډله چې د دغه هېواد ختیځ یې اداره کاوه.

دواړو په یو بل سخت بریدونه کول چې د زرګونه کسانو د مړینې او ټپي کېدو لامل شول.
اوس به دواړه خواوې په رهبري شورا کې ونډه ولري.