د امریکا متحده ایالاتونو او ځینو اروپايي هېوادونو له روسیې د یو شمېر اروپايي ډیپلوماټانو د ایستلو پرېکړه غندلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت جمعه (د سلواغې ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د پولنډ، جرمني او سوېډن یو شمېر ډیپلوماټان د جنورۍ په ۲۳ مه د الکسي ناوالنۍ په پلوۍ په مظاهرو کې د ګډون په خاطر له دې هېواده باسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون په خپل ټوېټر لیکلي چې امریکا له روسیې نه د جنورۍ د مظاهرو د څار په خاطر د درېیو اروپايي ډیپلوماټانو ایستل غندي.
The U.S. condemns the expulsion today of three European diplomats from Russia for observing the January protests. This arbitrary and unjustified act is Russia%27s latest departure from its international obligations. We stand in solidarity with Germany, Poland, and Sweden.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) February 5, 2021
ښاغلي بلېنکن زیاته کړې، د روسیې دا خپل سری او غیر مؤجه کار د نړیوالو اصولو د شاته پرېښودو تر ټولو تازه مورد دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جرمني، پولنډ او سوېډن سره خپل یووالی ښودلی.
اخوا د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، د الکسي ناولنۍ له نیول کېدو تر دې دمه چې یو شمېر ډپلوماټان ایستل شوي، د روسیې ټول کارونه غندي.
اروپايي ټولنې هم د روسیې پر ډیپلوماټانو د روسیې د تورونو په رد سربېره له دغه هېواد غوښتي چې په خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
په روسیه کې د جنورۍ له ۱۷مې چې الکسي ناوالنۍ زنداني شوی د هغه زرګونه پلویان د مظاهرو پر مهال د پولیسو له خوا نیول شوي دي.