"کابل جان" افغاني فلم د روټردام فسټیوال کې جایزه وګټله

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

"کابل جان" افغاني فلم د روټردام د فلمونو په نړیوال فسټیوال کې ایوارډ او جایزه وګټله.

"کابل جان" فلم د افغان ډایرکټرې شهربانو سادات په لارښونه د ډنمارک – جرمن اډومېټ کمپنۍ له خوا تولید شوی.

روټرډام نړیوال فلم فسټیوال پرون پای ته ورسېده او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو غوره فلمونو ته جایزې ورکړل شوې.

اډومېټ کمپنۍ پرون جمعه (د سلواغې ۱۷مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې "کابل جان" فلم ته د پوسټ پروډکشن یا له تولید وروسته کټګورۍ کې د لومړي مقام اوارډ او اوه نیم زره یورو جایزه ورکړل شوه.

د فلمونو ډایرکټرې شهربانو سادات تردې مخکې هم د ګرګ و مېش، پرورشګاه په نوم فلمونه په ځینو نړیوالو فسټیوالونو کې غوره جایزې ګټلې دي.

د "کابل جان" فلم داستان د یوې ځوانې کمره مینې او یوه خبریال په مینه څرخیږي.

ځوانه کمره مینه د ټلوېزیون په داسې خبریال زړه بایلي چې د دې دوه برابره عمر لري او دې فلم کې ښکاري چې دا جوړه څنګه د افغاني ټولنې د دودونو سربېره مینه کوي.