ننګرهار کې د یوې ناوې او زوم په موټر کې نښلول شوی ماین کشف او شنډ شو

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ننګرهار چارواکي وايي، افغان ځواکونو د یوې ناوې او زوم پر موټر نښلول شوی ماین کشف او شنډ کړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "متاسفانه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د واده جوړې موټر پسې چسپکي ماین نښلول شوی و. خوشبختانه ملي امنیت ځواکونه دا ماین کشف خنثی او په دې سره د دې واده د جوړې ژوند وژغورل شو او د ترهګریزې پېښې مخنیوی وشو."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم په خپل فیسبوک افغان ځواکونه ستایلي چې د یوې ناوې او زوم ژوند یې په دې کار سره وژغوره.

معلومه نه ده چې چا د ملکیانو په دې موټر باندې ماین نښلولی و.

له دې مخکې مقناطیسي ماینونه اکثر د افغان خبریالانو، مدني فعالانو، چارواکو او مخورو خلکو د هدف ګرځولو په خاطر د هغوی په موټرو نښلول شوي.

طالبان که څه هم د دې مقناطیسي ماینونو نصب او کارول ردوي، خو افغان چارواکي وايي چې طالبان د جګړې د تکتیک په بدلولو سره په دې وروستیو کې هدفي وژنې د مقناطیسي ماین چاودونو په مټ کوي.