روسیه هغه اروپايي ډیپلوماټان باسي چې د ناوالنۍ په پلوۍ مظاهرو کې یې برخه اخېستې

روسیه کې د ناوالنۍ په پلوی مظاهرې

روسي چارواکي وايي، د جنورۍ د ۲۳مې مظاهرو کې یې د پولنډ، جرمني او سوېډن د یو شمېر ډیپلوماټانو او کونسلي کارکوونکو د ګډون راپورونه ثبت کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د سلواغې ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغو درېیو هېوادونو سفیران یا شارژدافیران احضار شوي او د روسیې شکایت ور اورول شوی دی.

د الکسي ناوالنۍ د نیول کېدو په غبرګون د روسیې په پلازمېنه مسکو او ګڼو نورو ښارونو کې څو پرله پسې مظاهرې شوي دي.

ناوالنۍ د جنورۍ په ۱۷مه له جرمني مسکو ته په ستنېدو سمدستي د پولیسو له خوا ونیول شو.

تېره اوونۍ یوې محکمې دی په درې نیم کاله تنفیذي بند محکوم کړ.

د مظاهرو پر مهال پولیسو په مظاهره چیانو له زور زیاتي کار اخېستی او زرګونه کسان یې نیولي دي.

تازه د ځینو اروپايي ډیپلوماټانو د اخراج د پېښې په غبرګون د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون تُند غبرګون ښودلی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

مکرون چې د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره په یوه مجازي کنفرانس کې غږېده په دې اړه وویل: "د ناوالنۍ د قضیې په اړه څه چې له پيله تر پایه شوي زه یې په کلکه غندم. مسمومول، [روسیې] ته د هغه په بېرته ستنېدو باندې ناوړه وضعیت، بندیزونه او محکومیت او نن د جرمني، پولنډي او سویډني ډیپلوماټانو اخراج چې روسیې یې پرېکړه کړې. زه فکر کوم موږ باید سیاسي کړکیچونه ان کورني هغه هم په دې ډول قابو نه کړو. زه له هغو درېیو هېوادونو سره خپل یووالی څرګندوم چې ډیپلوماټان یې ایستل شوي دي. زه به په دې اړه روسیې ته د واضح او غښتلو پیغامونو لېږلو ته دوام ورکړم."

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل هم د ډیپلوماټانو ایستل غیرموجه وبلل او ویې ویل، دا د همغو مواردو یوه بله بڼه ده چې اوس په روسیه کې تېریږي او د قانون له حاکمیت سره ډېر واټن لري.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل هم د ډیپلوماټانو ایستل غیرموجه وبلل

روسیې داسې وخت د درېیو اروپايي هېوادونو د یو شمېر ډیپلوماټانو د ایستلو پرېکړه کړې چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل روسیې ته په پنځه ورځني سفر وتلی دی.

د اروپايي ټولنې په یوه بیان کې راغلي چې ښاغلی بورېل د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د خبرو پر وخت د دغو اروپايي ډیپلوماټانو په اړه د روسیې له پرېکړې خبر شو.

په دې اړه نور: "د ناوالنۍ توقیف مسکو سره د اروپايي ټولنې اړیکې خورا سړې کړې"

په بیان کې د ښاغلي بورېل په حواله په یو شمېر اروپايي ډیپلوماټانو د روسیې تورونه رد شوي او غوښتنه شوې چې روسیه باید په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

ښاغلي بورېل ویلي چې د اروپايي ټولنې او روسیې اړیکې تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلي دي.

اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتونو په وار-وار د الکسي ناوالنۍ او د هغه د زرګونه پلویانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې،خو روسیه ورځ تر بلې د ناوالنۍ د قضیې د سختولو هڅې کوي.

دی یو وار بیا د جمعې په ورځ محکمې ته یوړل شو.

دا وار ځکه چې پر ټویټر د خپلې یوې تبصرې په اړه بې بنسټو تورونو ته ځواب ووايي.

الکسي ناوالنۍ بیا محکمې ته یوړل شو

ناوالنۍ تورن دی چې په دې تبصره کې یې د دوهمې نړیوالې جګړې هغه ګډونوال ته سپکاوی کړی چې د روسیې په اساسي قانون کې د بدلونونو د ملاتړ لپاره د ټولپوښتنې په تجارتي اعلان کې څرګند شوی و.

چارواکي وايي، ناوالنۍ دا سړی او په اعلان کې ښکاره شوي نور کسان د روسیې شرم او خاینان بللي دي.

د روسیې په لسګونو ښارونو کې د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره په اعتراضونو کې تردې دمه له لس زرو زیات کسان نیول شوي دي.