خوست کې د تلاسیمیا ناروغان: خیریه بنسټ مو درملنه کوي په دولتي کچه څه نه لرو

په خوست کې د تلاسیمیا ناروغان

په خوست کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د تلاسیمیا د ناروغانو د درملنې بسترخونه چې په یوه مهال په کې ۱۸ او ۲۵ ترمنځ ماشومانو ته تصفیه شوې وینه لېږدول کېږي.

دې ولایت کې د تلاسیمیا ناروغ لرونکي وایي، اوس مهال یې د یوه خیریه بنسټ په چوکاټ کې د ناروغانو درملنه کېږي او لا هم په دولتي کچه دوی ته اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

په دې اړه نور: ډاکټر فاطمي: د هیواد په مرکز او څلورو حوزو کې د وینې سمبال بانکونه جوړیږي

د څلورو اولادونو پلارمحمد نبي وایي، درې ماشومان یې د تلاسیمیا په ناروغۍ اخته دي او په هر یوه یا دوو اوونیو کې یو ځل دغه مرکز ته د ماشومانو د درملنې په پار راځي.

دی وایي، پخوا به د اولادونو د درملنې لپاره پاکستان ته روان وو او له ډېرو ستونزو سره به مخامخ کېده.

محمد نبي زیاتوي: "مخکې به مو ډېر لګښت ګاله، درې -څلور کاله کېږي چې دلته راځو فیس، معاینه او لږ درمل مو وړیا دي، نن مې هم درې ماشومان رواستي او وینه ورکوو."

۱۳ کلنه پروانه د محمدنبي مشره لور ده چې په دې ناروغۍ اخته ده وایي، که له دې ناروغۍ روغه شوه، غواړي زده کړې وغځوي او ډاکټره شي.

په تلاسیمیا اخته ناروغان

د خوست د مستربل د سیمي اوسیدونکی علي خان بیا اته کلن زوی په تلاسیمیا اخته دی.

دی وایي، زوی یې د شپې له دردونو ډېر ځوریده او له معایناتو وروسته مالومه شوه چې په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دی: "پښې، مټې او لېنګي یې درد کوي، ډوډۍ نه خوري د پیدائښت راهیسې یې دا حال دی."

د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، تراوسه د دې ناروغۍ د درملنې لپاره څه نه لري او ډېری ناروغان د یوه خیریه بنسټ له لوري درملل کېږي.

د ماشومانو د ناروغیو متخصص او د تلاسیمیا ناروغانو لپاره د جوړ شوي خیریه بنسټ مشر ډاکټرمحمد نور ځدران وایي، اوس مهال زر ناروغان د دوی تر درملنې لاندې دي او د دې نیمایي ناروغان په وړیا ډول درملل کېږي.

په دې اړه نور: بنسټونه: خوست کې په تلاسیمیا اخته ماشومان مرستې ته اړ دي

دی وایي، ناروغان ډېر دي او له همدې امله د پانګه والو او افغان حکومت د مرستې لاس نیوي ته اړ دي: "۵۲۰ ناروغانو ته هره میاشت معاینې، درمل او لومړني مرستې ټول وړیا دي، موږ د تلاسیمیا د ناروغانو لپاره ځانګړو بېډونو ته اړتیا لرو، اوس مو پر لرګینې څوکۍ کینولي وي، د اوسپنې ضد یو ډول لوړبیه درملو ته اړتیا لرو، کله چې وینه راټولوو-لېږد ته یې امبولانس نه لرو، په اوس حالت کې ډېر له ستونزو سره مخ یو."

د دې بنسټ مسولین وایي، له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یې ۵۴ زره ناروغان تشخیص کړي چې د تلاسیمیا ناروغي لري او ممکن شمېرې یې له دې پورته وي، ځکه په وینا یې ډېر خلک د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره مراجعه نه کوي.

د خوست والي مهمند کټوازی وایي، هڅه کوي چې د تلاسیمیا د ناروغانو لپاره په دولتي کچه روغتون جوړ کړي: "موږ دغه بنسټ ته ورغلي یو، خپله مرسته مو ورسره کړې، بیا یې هم ورسره کوو، هڅه کوم چې دا دولتي سیسټم ته راوړم، یا کوم ځانګړی روغتون جوړ کړو."

د خوست والي مهمند کټوازی

د ډاکټرانو په وینا د تلاسیمیا ناروغي چې له مور او پلار ماشوم ته په ارثي ډول انتقالېږي، لامل یې په کورنیو کې د نږدې کسانو ودونه او د مور او پلار دواړو په وینه کې د تلاسیمیا 'ماینر' یا د وینې د خرابولي موجودیت دی چې ماشوم ته انتقالېږي.

ډاکټران وايي، که مو ماشوم ژرنه لوېږي، تنفسي سیسټم کې ستونزه ولري، ژر-ژر اسهال شي، کمزوری او د رنګ د ژیړېدو ترڅنګ د ګېډې او مخ غټوالی ولري، نو د دوی په وینا دا د تلاسیمیا د ناروغانو نښې نښانې دي.

دوی زیاتوي، تلاسیمیا د درملنې وړ ناروغي ده، خو که په کور دننه نړیوال روغتیایي سازمانونه یې ملاتړ وکړي او په منظم ډول د ناروغانو د درملنې لپاره روغتیایي اسانتیاوې رامنځته کړي.