بلېنکن خلیلزاد سره پر افغان سولې، پراخ اوربند او پر سیاسي جوړجاړي وغږېد

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې، د ده په وینا یوه سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره له زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړې.

ښاغلي بلېنکن پر خپل ټویټر د دې لیدنې کتنې په اړه چې پرون پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) په واشنګټن کې وشوه، لیکلي دي چې د ترهګرو له بریدونو د متحد ایالاتونو د خوندیتوب، په افغانستان کې یو عادلانه، دوامداره سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او هلته د دایمي او پراخ اوربند په اړه له خلیلزاد سره وغږېده.

انتوني بلېنکن تېره اوونۍ په رسمي ډول د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو او له زلمي خلیلزاد څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

بل لور ته ښاغلي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي دي چې دوحې او سیمې ته په دې تمه ځي چې دواړه افغان لوري د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.