بایډن د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لیدلوری مشخص کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لیدلوری مشخص کړ.

ښاغلي بایډن پرون پنجشنبه(د سلواغې ۱۶مه) په بهرنیو چارو وزارت کې د وینا پر مهال په چین، روسیه او نورو ځایونو کې د استبداد پر وړاندې د مبارزې ژمنه وکړه.

جوبایډن د بهرنۍ پالیسۍ بېرته اعادې اعلان وکړ او دا یې هم واضحه کړه چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته به د ده اداره په نړۍ کې د رهبرۍ په تړاو کوم اقدامات وکړي.

ښاغلي بایډن وویل چې امریکا به په جرمني کې بېرته خپل ځواکونه ځای پر ځاي کړی، په یمن کې به د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف تر مشرتابه لاندې له پوځي عملیاتو د امریکا ملاتړ پای ته ورسوي.

ولسمشر جو بایډن د روسیې پر تهاجمي اقداماتو هم انتقاد وکړ او د امریکا په ټاکنو کې یې د روسیې د لاسوهنو، انټرنیټي حملو او د مسکو له خوا د خلکو مسمومولو ته هم اشاره وکړه.