کورنیو چارو وزارت: بندیانو سره د شکنجې مخنیوي لپاره هڅې زیاتوو

افغان زندانیان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ژمنه وکړه چې په زندانونو کې به له بندیانو سره د شکنجې د پېښو د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

د کورنیو چارو وزارت دا خبره په یوه اعلامیه کې وکړه چې پرون پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) یې وروسته تر دې خپره کړه چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر 'یوناما' د حکومت زندانونو او توقیف ځایونو کې له بندیانو سره د نا,ړه چلند خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت وایي، له نژدې یو کال راهیسې د زندانونو او توقیف ځایونو اداره خپلواکه شوې ده، خو دغه وزارت به بیا هم دا موضوع تعقیب کړي.

دغه وزارت په ورته وخت کې وایي چې په توقیف ځایونو کې د دوه کالو پخوا په پرتله شکنجه کمه شوې ده.

د یوناما راپور په ۲۴ ولایتونو کې د سلګونو زندانیانو د څرګندونو په اسناد چمتو شوي دي چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو.

په دې راپور کې راغلي دي چې د افغانستان په زندانونو کې د تېرو دوو کلونوپرتله د شکنجې کچه ډېره لږه کمه شوې ده.