ناوالنۍ: روسانو وېرې ته شا کړئ او هېواد د غلو له ډلې وژغورئ

د روسیې د اپوزسیون مشر الکسي ناوالنۍ

د روسیې د اپوزسیون مشر الکسي ناوالنۍ پر روسانو غږ وکړ چې وېرې ته شا کړي او هېواد د غلو له یوې ډلې چې په واک کې ده، خلاص کړي.

ناوالنۍ په زندان کې دی. روانه اوونۍ یوې محکمې امر وکړ چې دی په زندان کې پاتې شي.

ده خپل پیغام پرون پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) د انسټاګرام له لارې د دې سربېره خپور کړ چې د ده ګڼ ملاتړي امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پیسکو پرون د ټیلیفون له لارې خبري غونډې ته د دې سوال په ځواب کې چې ولې یو شمېر کسان ډېر په توقیف ځایونو کې پاتېږي، وویل: "د نیول شوېو کسانو شمېر د توقیف ځایونو پرتله زیات دی او ګرانه ده چې په یوه تنګ زمان کې د دوی چارو ته رسیدنه وشي."

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل پرون پلازمېنې مسکو ته ولاړ او دا پیغام یې روسي چارواکو ته ورکړ چې ناوالنۍ له زندانه خوشې کړي او د ده د ملاتړیو له زنداني کېدو لاس په سر شي که نه د لویدیځ هېوادونو له سختو بندیزونو سره به مخامخ شي.