پاکستان د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ نږدې ۴۰ توغندي توغولي

د ننګرهار ګوشته کې د ډیورند کرښه

د راپورونو له مخې د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان له لوري د پنجشنبې په ورځ نژدې ۴۰ توغندي ویشتل شوي دي.

د ګوشتې یوه قومي مخور ملک وزیرخان ازادي راډیو ته وویل چې دا توغندي پر ابادو سیمو نه دي لګیدلي: "د خوخاخېلو په ساحه کې او د دوخېلو په ساحه کې دي، کوم زیان نه لري، پر شاړو سیمو لګېدلي دي."

د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له لوري د توغندیدو د بریدونو خبر ورکړل شو چې بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ډیورند کرښې په اوږدو د پاکستان له لوري د توغندیو ویشتل وغندل او خبرداری یې ورکړ که دا ډول حملې ادامه پیدا کړي بې ځوابه به پاتې نه شي.

د دې بریدونو په ترڅ کې تراوسه د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي او پاکستان هم تراوسه دا نه ده منلې چې د افغانستان دننه یې د توغندیو بریدونه کړي دي.