"افغانستان کې سږ تر تېر کال ۷۳ سلنه د کوکنارو کښت زیات شوی"

ارشیف، ننګرهار کې کرل شوي کوکنار، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان دولت تر دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د سروې راپور خپور کړ، خو دا سروې نه يوازې دا چې يوازې کوکنارو ته ځانګړې شوې او نورو نشه يي بوټو ته پام نه دی شوی، بلکې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د تولید شوېو تارياکو اندازه هم نه ده په کې روښانه شوې.

په دې راپور کې راغلي چې په روان لمریز کال کې د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې کوکنار کرل شوي او په ۱۲ ولايتونو کې هېڅ کوکنار نه دي کرل شوي، حال دا چې له دې ۱۲ولايتونو څخه په ډېری ولايتونو کې بنګ کرل شوي، خو په دې راپور کې اشاره نه ده ورته شوې.

۲۲ ولايتونو کې کابو دوه لکه او ۲۳ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي

د ملي احصائيې او معلوماتو ادارې مرستيال نورالله ستانکزي ازادي راډيو ته وويل چې په سلو کې ۸۳ کوکنار په ارزګان، کندهار، هلمند، بادغيس، فراه او نيمروز ولايتونو کې کرل شوي، دې ولايتونو کې يا جګړه روانه ده او يا هم د دولت د وسله والو مخالفينو د نفوذ سیمې دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "سږ کال د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې کابو دوه لکه او ۲۳ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې د تېر لمریز کال پرتله سږکال په سلو کې ۳۷ ډېروالی ښيي. د کوکنارو کښت د هېواد د شمال په ګډون په ختيځو ولايتونو، دغه ډول په دايکنډي او جوزجان کې لږ شوي، خو په نورو ولايتونو، په تېره بيا بادغيس او غزني ولايتونو کې ډېر شوي دي."

نورالله ستانکزي ازادي راډيو ته وويل ځینې ولایتونو کې که کوکنار کرل شوي وي یا به جګړه پکې روانه وي او یا به د مخالفینو د کنترول سیمې وي.

د ملي احصائيې او معلوماتو اداره د توليد شوېو تارياکو د اندازې نه معلومولو لامل په روان لمریز کال کې د کرونا له امله راپيدا شوي ستونزې بولي.

امریکا په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د کوکنارو پر کښتونو او نشه يي توکو د جوړولو پر کارخونو د پوځي عملياتو تر څنګ له افغانستان سره د نشه يي موادو د سروې لپاره ۲۴ ميليونه ډالره مرسته وکړه، خو د سيګار د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې د نشه يي موادو پر ضد عملیاتو لپاره بودجه په پام کې نه لري، ځکه د امريکا د دفاع وزارت د څېړنو له مخې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې هېڅ يوه پروګرام هم مثبته نتيجه نه ده ورکړې، هغه که د نشه بوټو اړول، نشه يي موادو توليد، نشه يي موادو قاچاق او يا هم د معتادینو د درملنې پروګرامونه دي.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسيون غړی محمد هاشم الکوزی وايي چې د نشه يي بوټو د اړولو لپاره د حکومت او ولس تر منځ خبرو او تفاهم ته اړتيا ده، ځکه چې د افغانستان په ډېری ولايتونو کې جګړه روانه ده او هلته د کوکنارو د کښت اړول امکان نه لري.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسيون غړی محمد هاشم الکوزی

ښاغلی الکوزی زیاتوي: "د کوکنارو د کښت زيان خپله افغانانو ته رسېږي، موږ هم د کوکنارو د کښت اړولو پلويان يو، خو په داسې ډول چې بزګرو ته هم زيان و نه رسېږي، د کوکنارو د کښت اړول د زور له لارې ښه نتيجه نه لري، زه فکر نه کوم چې دغه ډول پروګرامونه به د عملي کېدو وړ وي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهیسې هرکال له افغان دولت سره په ګډه د کوکنارو د کښت او تارياکو په اړه د سروې راپور خپراوه، خو د دې سروې د ميتود په اړه د افغان دولت د انتقاد له امله دا سروې له ۲۰۱۸ ميلادي کال راهیسې نه وه خپره شوې.

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د دې سروې مسئولیت د ملي احصائيې او معلوماتو ادارې ته وسپارل شو، خو دې ادارې و نه شوای کولای چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د سروې راپور خپور کړي او سږکال يې هم و نه شوای کولای افغانستان کې د توليد شوېو تارياکو اندازه معلومه کړي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راپور