میانمار کې فېس‌بوک او نورې ټولنیزې شبکې بندې شوې

ارشیف

فېس‌بوک او نورې ټولنیزې شبکې په میانمار یا پخوانۍ برما کې بندې شوې دي.

درې ورځې وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د دې هېواد پوځ قدرت په لاس کې واخیست او د حکومت مشره انګ سان سوچي یې له واکه لیرې کړه.

فېس‌بوک او انترنتي څارونکو نن پنجشنبې تأیید کړه چې په میانمار کې د فېس‌بوک، واټس اپ او انستاګرام په ګډون یو شمېر ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدود شوی دی.

د فېس‌بوک ویاند انډي سټون وویل، له چارواکو غواړي چې شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړي ترڅو د میانمار اوسېدونکي له خپلو کورنیو او ملګرو سره په تماس کې شي او مهمو معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د میانمار د مخابراتو او معلوماتو وزارت وویل، فېس‌بوک به د فبرورۍ تر اوومې نېټې پورې بند وي.

دغه وزارت په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې روېټرز هم ترلاسه کړې ویلي، هغه کسان چې په اوس وخت کې د هېواد ثبات له خطر سره مخامخ کوي، غلط خبرونه او ناسم معلومات خپروي چې هغه د فېس‌بوک د کاروونکو په منځ کې غلط فهمي رامنځته کوي.