د بین‌الافغاني خبرو ټکني کېدل؛ د دولت پلاوي له خلکو سره د خبرو لړۍ پيل کړه

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي شریفه زرمتۍ او عطاالله لودین

په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو له ټکني کېدو وروسته د دولت پلاوي له خلکو سره د خبرو اترو یا دیالوګ لړۍ پيل کړې ده.

په همدې ترڅ کې پرون د مرکچي پلاوي دوو غړو مولوي عطاالله لودین او شریفې زرمتۍ د کندهار له اوسېدونکو سره غونډه درلوده.

د مرکچي پلاوي په ټویټرپاڼه کې لیکل شوي چې دې غونډه کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زده‌کړو، د جنګیالیو پر بیا ادغام، بیان ازادي، ډیموکراسۍ او یوشمېر نورو مسئلو بحثونه وکړل.

د دولت مرکچي پلاوي ویلي، دوی ته د خلکو نظرونه مهم دي او زیاته کړې ده چې ورته لیدو کتو ته به دوام ورکړي.

له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهیسې دوحه کې بین‌الافغاني خبرې ځنډېدلي او د دولت پلاوی یې پړه پر طالبانو وراچوي.

طالبان بیا وایي، خبرې نه‌دي درېدلي او په خبره‌یې مذاکرو کې دومره ځنډ طبیعي دی.