د ناوالنۍ په اړه د لوېدیځو هېوادونو د فشارونو په وړاندې د مسکو مقاومت

د روسیې اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

د روسیې چارواکو پر کرملېن د لوېدیځو هېوادونو د فشارونو پر وړاندې مقاومت ښودلی دی.

پر مسکو دا فشارونه وروسته تر دې راغلل چې پرون د روسیې یوې محکمې د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په زندان محکوم کړ.

د امریکا یوه لوړپوړي جنرال او د اروپا د متحده ځواکونو قوماندان تاد والترز پرون په بروکسل کې وویل چې د ناوالنۍ پر قضیې سخته اندېښنه لري.

ښاغلی والترز زیاتوي: "موږ کاملاً د روسیې د فعالیتونو څارنه کوو، زه په واقعي ډول هر هغه څه ارزوم چې هغوی له ۲۰۱۴ کال را په دې خوا ترسره کړي دي، موږ د ناوالنۍ د دوسیې په اړه چې د پېښېدو په حال کې ده، ډېر اندېښمن یو."

ناوالنۍ د جنورۍ په ۱۷مه مسکو کې ونیول شو.