په محکمه کې د برما د لرې کړاى شوې مشرې پر وړاندې دعوه ثبت شوه

انګ سان سوچي

د برما پولیسو د دې هېواد د لیرې کړای شوې مشرې آنګ سان سوچي پر وړاندې دعوه پرانیستې ده.

نوموړې به د فبرورۍ تر ۱۵ د تحقیق لپاره په توقیف کې وي.

د برما پوځ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او آنګ سان سوچي یې توقیف کړه.

د پولیسو په یوه غوښتنلیک کې محکمې ته ویل شوي، چې د دغې ۷۵ کلنې مشرې آنګ سان سوچې د کور د تلاشۍ پرمهال د مخابرې دستګاه موندل شوې چې په غیر قانوني ډول راوړل شوې او له اجازې پرته کار ترې اخیستل شوی دی.

سوچي په برما کې د ډیموکراسۍ د یوه حرکت د مشرۍ کولو له کبله له ۱۹۸۹ کال څخه تر ۲۰۱۰ کاله په کور کې نظربنده وه.

سره له دې چې د دې د مشرۍ په دوره کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د دې حرکت له هېواده بهر وغندل شو او د دې حیثیت یې زیانمن کړ، خو سوچي په خپل هېواد کې دننه محبوبیت لري.

سوچي د سولې د نوبل جایزې ګټونکې هم ده.