د پکتیا ځينې اوسېدونکي: د برښنا ويش بهیر پڅ دى

په پکتیا کې د برښنا مزى

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د برښنا د ویش په پڅ بهیر نیوکې کوي.

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د یو شمېر هغو کلیو اوسېدونکي چې د برښنا د ویش په لومړي پړاو کې ورسره د پوښښ ژمنه شوې وه، وایي، لا هم له برښنا بې برخي دي او د دوی کلیو ته د برښنا ویش د چارو بهیر ډېر پڅ دی.

د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکی او مدني فعال جمیل الرحمن د برښنا ریاست ملامتوي، چې په خپلو چارو او ژمنو کې پاتې راغلی.

هغه وویل: "د تېرې په سیمه کې نږدې شل کلي لا هم د برښنا څخه بې برخې دي، ځینو ته کارونه روان دي، خو ډېر ورو روان دی، له تېر یوه کال راهیسې برښنا ریاست راسره ژمنې کوي، خو دوی هسې غلطول کوي او خلکو ته په وخت باندې کار نه کوي."

د پکتیا د برښنا ریاست مسئولین وایي، د پلان له مخې په لومړي پړاو کې د ګردېز اړوند سیمو ۱۶ زره کورنیو ته برښنا ورکوي، چې تردې مهاله ۸۵۰۰ مشترکینو ته برښنا ورکول شوې او لا هم د ورځې په منځني توګه تر پنځوسو نوي مشترکین له برښنا څخه برخمن کېږي.

د پکتیا د برښنا رئیس نصر الله مدد زی وایي، په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د برښنا د نه ویش ستونزه په خلکو کې ده، چې د میترونو د نصب لپاره د قمیت د کمولو غوښتنه کوي.

ښاغلی مددزی د پایو تخریب که څه هم طبیعي افتونه بولي، خو وایي، د بیا ترمیم لپاره یې د شرکت سره تر یوې مودې قرارداد لري.

هغه زياتوي: "موږ تیار په شبکه کې برق لرو، که دوی نن هم وغواړي برق ورکولی شو، د پایو د نصب خبره چون ساحه غرنۍ ده نو طبیعي تخریبات لري خو شرکت سره د یو نیم کال قرارداد لرو، چې بیا تخریب په صورت کې به یي رغوي."

د پکتیا د برښنا رياست وایي، په راتلونکي کال کې د برښنا د پوښښ ساحه د احمدابا، سیدکرم، شواک او د ګردې څیړۍ ولسوالیو ته پراخوي، چې پر مهال به یې ۱۵ زره نوي کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شي، خو د دې ولایت اوسېدونکي یې له پڅو چارو ګیله من دي او د ګړندیتوب غوښتنه یې کوي.