د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، نړیوال ځواکونه باید د افغانستان د سولې د پروسې تر بشپړېدو مخکې له دغه هېواده راونه وځي.
هغه دا خبره پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) جرمني رسنیو ته په یوه انلاین کنفرانس کې کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
ښاغلی ماس ویلي، په قطر کې د سولې پروسه ډېره پڅ مخته ځي او د اپرېل تر پایه د ده په خبره نتیجه نه ورکوي.
امریکا له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې تړون کړی او له مخې یې تر مې پورې د ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې یو اړخیز پلان نیوکه کړې ده.
هغه ویلي، دا پلان په افغانستان کې پاتې ځواکونه له امنیتي خطر سره مخ کوي.