روسیه کې د ناوالنۍ د بند د حکم پرضد ۱۴۰۰ راوتلي کسان نیول شوي

د الکسي ناوالنۍ د محاکمې پر مهال د روسي پولیسو له خوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د الکسي ناوالنۍ د بند د حکم پر ضد د راوتلو خلکو له ډلې نږدې ۱۴۰۰ کسان نیول شوي دي.

محکمې د مسکو په وخت بېګا شااوخوا اته بجې په ناوالنۍ د دوو کلونو او اتو میاشتو تنفیذي بند حکم وکړ.

پولیسو د دې محاکمې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي و.

د راپورونو له مخې د ناوالني په ملاتړ په راټولو شوېو سلګونو کسانو باندې پولیسو له زور زیاتي کار اخیستی او په هغوی یې د اوسپنیزو ډنډو ګوزارونه کړي دي.

د هغو کسانو له ډلې چې د قاضي د حکم په غبرګون راوتلي وو، یواځې په مسکو کې څه باندې ۱۱ سوه کسان نیول شوي.

په ځینو نورو ښارونو کې هم د لسګونه کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي.

تر نیمې شپې د الکسي ناوالنۍ په پلوۍ د راوتلو خلکو له ډلې د شااوخوا ۱۳۷۰ کسانو د نیولو خبر ورکړل شوی.

الکسي ناوالني د روسیې د اوسنیو چارواکو په تېره ولسمشر ولادمیر پوتین سر سخت منتقد دی.

الکسي ناوالني په نووي چوک کیمیاوي ګازو تر مسمومېدو وروسته په بې سده حالت کې جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوی و.

د درملنې تر بشپړېدو وروسته دوه اوونۍ مخکې مسکو ته له ستنېدو سره سم د پولیسو له خوا ونیول شو.

امریکا متحده ایالتونو د الکسي ناوالني او د هغه د سلګونه پلویانو ژر تر ژره خوشې کېدل غوښتي.

امریکا د روسیې د دغه سیاسي مخالف په اړه د محکمې حکم د جدي اندېښنې وړ بللی.