د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د طالبانو بریدونه باید هر څومره ژر ودرول شي. ښاغلي محب دا خبره پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر اندریس وان برانټ سره په کتنه کې کړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه ټویټ کې لیکي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې په پروسه او په افغانستان کې د امن او ثبات په چارو کې د دې ټولنې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
NSA @hmohib met with EU Ambassador and Head of Delegation Andreas von Brandt. They discussed EU support on security and peace and exchanged views on humanitarian issues and the need for Taliban terrorism to cease. pic.twitter.com/KOmDpku9vp
— NSC Afghanistan (@NSCAfghan) February 2, 2021
دغه راز د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا هم په دې اړه چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیلېدو سره سره شخړې نه دي کمې شوې، اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې اړه نور: اروپايي ټولنه:که طالبان تاوتريخوالي ته دوام ورکړي د نړېوالې ټولنې غوسه راپارويښاغلي کوبیا په یوه ټویټ کې لیکلي، دوه کاله مخکې په افغانستان کې یوازې شخړې روانې وې او د سولې د خبرو څرک نه و، خو کله چې دغه خبرې پیل شوې، د افغانستان ښې راتلونکې ته د خلکو هیلې هم زیاتې شوې، خو د هغه په وینا اوس چې په دوحه کې خلکو د خبرو میز پریښی، افغانستان ته بېرته شخړې ورپاتې دي.
Two years ago, there was only fight, no formal talks. Then the Afghan people started to hope for a better future with «fight and talk». Gradually, there was more fight than talk. Now, having left the #Doha negotiating table, only fight & terror are left. #AfghanPeaceProcess ?
— Roland Kobia (@RolandKobia) February 2, 2021
د دواړو اړخونو ترمنځ د خبرو بل پړاو چې د تېرې جنوري میاشتې په پنځمه په دوحه کې پیل شوی، په وروستیو کې په ټپه دریدلی دی.
د افغانستان د دولت مرکچیانو طالبان تورن کړي چې خبرې یې پریښي او سفرونو ته یې مخه کړې ده.
د طالبانو دوه پلاوي په وروستۍ اوونۍ کې تهران او مسکو ته تللې دي.