د بشري حقونو کمېسیون: پر ملکیانو بریدونه دې سمدستي پای ومومي

پرون سې شنبه کابل کې په درې حملو کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، هدفي وژنې او پرملکیانو حملې باید سمدستي پای ته ورسول شي.

دغه کمېسیون پرون سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پر ملکیانو حملې، په ښکاره جنګي جنایت او د بشریت ضد جرمونو څخه شمېرل کېږي.

پرون په پلازمېنه کابل کې په درې حملو کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول. په وژل شوېو کې د افغانستان د اصلاح ټولنې د مرکزي شورا مشرمحمد عاطف هم شامل و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د دغو حملو عاملان به هر چېرې چې وي، یو وخت عدالت ته را کاږل شي او ورسره به حساب کتاب وشي.

چا یا کومې ډلې په کابل کې د پرونیو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی او طالبانو هم په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.