ګردېز کې د پکتیا د ناامنو سیمو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د پکتیا د لېرې پرتو سیمو زده کوونکي په مرکز ګردېز کې د لیلیې جوړېدو ته خوښ دي.

د پکتیا د نا امنو او لېرې پرتو سیمو زده کوونکو ته چې هلته د ښوونیز بهیر کیفیت ښه نه دی، دوی ته په مرکز ګردېز کې د استوګنې او زده کړو زمینه برابره شوه.

د پکتیا وزي ځدراڼ، شواک، ګرده څيړۍ، زرمت، جاني خېل او د ځاځي اریوب ځینې برخې هغه سیمې بلل کېږي چې ښوونیز بهیر په کې د نا امنیو او لازم ظرفیت د نشوالي له کبله کمزوری دی.

بل لوري ته د پکتیا د لېرې سیمو زده کوونکي په مرکز ګردېز کې د لیلیې جوړېدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي چې دې ځای کې به ممتاز او مستحق زده کوونکي جذب شي.

د انور په نوم د زرمت ولسوالۍ یو ځوان چې په مرکز ګردېز کې زده کړې کوي وايي، زرمت د نا امنو سیمو څخه ده او د مرکز په شان د زده کړو فرصتونه په کې نشته.

نوموړی زیاتوي، دا لیلیه دوی لپاره یو ښه چانس دی، خو په دې شرط چې د اطرافو له زده کوونکو پرته نور کسان په کې شامل نه شي.

ګردېز کې جوړه شوې لیلیه

د نورالله په نوم د یوې بلې لېرې پرتې سیمې زده کوونکی هم په مرکز کې د لیلیې جوړولو ته خوښي څرګندوي او وايي، په دې لیلیه کې به د لېرو پرتو سیمو ممتازو زده کوونکو ته دا زمینه برابره شي چې هر وخت ښه مطالعه وکړي او د ښار په زده کوونکو پسې ځانونه ورسوي.

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي بیا له حکومته وغوښتل چې د نارینه وو په شان ښځینه وو ته هم د زده کړې وړ شرایط برابر کړي.

دی وايي: "ځینو قومونو او ولسوالیو کې د قومي تړونونو له مخې خپلې نجونې زده کړو ته تیارې کړې او هغوی تعلیم ته مخه کړې، نو غوښتنه مو دا ده لکه څرنګه چې نارینه وو ته د زده کړو او ودانیو په برخه کې د پوهنې وزارت له خوا خدمات وړاندې کېږي، په همدې ډول په کار ده چې نجونو ته هم خاصه توجه وشي."

د پکتیا د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وايي چې د مرکز ګردېز په ببرک خان ځدارن لېسه کې دا لیلیه د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د دوه کلونو په موده کې د ۴۶ نیم میلیونه افغانیو په لګښت په څلورو پوړونو کې جوړه شوې ده.

ده زیاته کړه، یاده لیلیه ۷۲ خونې لري چې هره خونه کې به ۴ زده کوونکي اوسېږي او په راتلونکې کې دلته د زده کوونکو لپاره د طعام خوري جوړېدل هم په پلان کې دي.

زده کوونکي په مرکز ګردېز کې د لیلیې جوړېدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي چې دې ځای کې به ممتاز او مستحق زده کوونکي جذب شي.

کوچي ځاځي وویل: "په هغه نا امنو یا هغو ولسوالیو کې چې ښوونیز خدمات په کې با کیفیته نه دي، د هغوی زده کوونکي به په دې لیلیه کې اوسیږي او په ښاري لیسو کې به زده کړې کوي، دوی به څه موده وروسته لوړو زده کړو ته لار پیدا کوي او له تحصیل وروسته به د ښوونکو په توګه ګمارل کېږي."

په پکتیا کې د رغنیزو پروژو قراردادي شرکتونه بیا د ترسره شوېو کارونو د پیسو په اجراء کې د ځنډ څخه شکایت کوي.

محمدالله چې ودانیز شرکت يې د لیلیې ودانۍ جوړه کړې وايي، دوی ته په تېرو دوو کلونو کې د ودانۍ د ټول لګښت ۱۷ سلنه پیسې ورکړل شوي او ۸۳ سلنه پیسې په حکومت پاتې دي.

د پکتیا والي محمدحلیم فدايي

بل خوا د پکتیا والي محمدحلیم فدايي د قراردادي شرکتونو ستونزه پر ځای بولي او وايي، د بودجې د منظورۍ وروسته به ودانیزو شرکتونو ته د قرارداد مطابق پیسې ورکړل شي: "د قرارداد مطابق د افغانستان حکومت به دوی ته حتماً چې څومره مصارفات دي هغه به ورته اجراء کوي، دا يې په حکومت حق دی، ورسره قرارداد شوی، کار يې بشپړ کړی دی، اما په بودجه کې تاخیر او نه منظوري طبیعي ده چې دا پروسه يې لږ ځنډنۍ کړې ده."

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د ښار جوړولو او پوهنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د ۷۶ ښوونځیو لپاره د ودانیو پر جوړولو کار روان دی چې د دې ودانیو کمه بیه ۵ لکه ډالر او زیات قیمت يې تر سل میلیونه افغانیو پورې دی چې د کمپلېکس په ډول به جوړېږي او د سیمې د هېوادونو د ښوونځیو د ښو ودانیو سره به سیالي کولای شي.

د پکتیا د چارواکو په وینا د ښار جوړونې، د پوهنې وزارت او د کلیو پراختیا وزارت د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو درې پکېجونه موجود دي او که د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه پلي شي، نو په پکتیا کې به د ښوونځیو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.