سوېډن کمېټه: غزني کې کال ترکاله معلولین زیاتیږي؛ ۲۰۲۰کې له ۱۸ زرو زیات وو

په غزني کې یو شمېر معلول کسان

په غزني کې د سوېډن کمېټه وايي، په دغه ولایت کې کال په کال د معلولینو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

د دې کمېټې مسوولین زیاتوي، تېر ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کلونه په دغه ولایت کې د معلولینو له پاره تر ټولو خطرناک کلونه وو.

د دوی په خبره، یوازې په ۲۰۲۰م کال کې په دغه ولایت کې تر اتلس زره زیات کسان معلول شوي وو چې زیات شمېر یې د جګړو له امله وو.

په اوسنیو شرایطو کې طبیعي معلولیت هم د جګړو له امله رامنځته کېږي.

په غزني کې د یادې کمېټې مشر محمد یوسف جاوېد ازادي راډیو ته وویل، دغه کسانو کې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري کسان شامل دي.

ښاغلي جاوېد زیاته کړه: "کومو کسانو ته چې موږ خدمات نظر کې نیولي«۱۸۸۵۰» کسان وو، دا په بېلابېلو برخو کې وو، دې کې جنګي معلولین هم وو چې هغوی خپل خواږه اندامونه له لاسه ورکړي وو، طبیعي معلولین هم وو چې هغه ماشومان وو او اندامونه یې کاږه وو."

جاوېد زیاتوي اوسنیو شرایطو کې طبیعي معلولیت هم د جګړو له امله رامنځته کېږي.

د ده په خبره، په کومه سیمه کې چې زیات بارود کارول کېږي هلته نوي زېږېدلي ماشومان زیات معلول زېږول کېږي چې لاس، پښې او یا د بدن ځیني نور غړي یې معلول او کاږه وي.

جاوېد وايي په کومه سیمه کې چې زیات بارود کارول کېږي هلته نوي زېږېدلي ماشومان زیات معلول زېږول کېږي.

نوموړی وايي: "جګړه خپله یو لوی لامل دی، یوه هېواد کې چې کله بارود کارېږي، هغه مخامخ د نوي زېږېدلي ماشوم پر روغتیا اغېز پرېباسي."

غزني هغه ولایت دی چې دلته زیاتې جګړې کېږي.

سوېډن کمېټه د نور افغانستان تر څنګ په غزني کې هم له تېرو څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي.

د یادې کمېټې مسوولین، کوم کسان په جګړو کې معلولېږي او یا معلول ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي د بې غورۍ له امله همداسې پاتېږي.

دوی وايي، معلولین باید روغتیايي مرکزونو ته یووړل شي، څو درملنه یې وشي.