روسي پولیسو د الکسي ناوالني ۲۰ پلویان نیولي دي

په روسیه کې د الکسي ناوالني پلویان

په مسکو کې یو شمېر کسان نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) مخکې تردې توقیف شول چې د روسیې د اپوزسیون د مشر الکسي ناوالني په اړه محکمه پریکړه وکړي چې تعلیقي بند یې په تنفیذي بدل کړي او که نه؟

د مسکو ښار په محکمه کې د محاکمې تر پیلیدو مخکې پولیس ځای پرځای شوي، شااوخوا سړکونه یې بند کړي او د محکمې ګردچاپیره له اکثرو پولیسو سره د شورش ضد وسایل دي.

رویټرز اژانس د لږ تر لږه شل کسانو د نیولو خبر ورکوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په واشنګټن کې (اېن بي.سي) ټلوېزیون ته په مرکه کې په روسیه کې د اپوزسیون د ځپلو په خاطر خواشیني څرګنده کړه.

نوموړي وویل: "موږ دغو ځپونکو هڅو ډېر ناکراره کړي یوو چې د هغو خلکو پر ضد کېږي چې د خپلو حقونو لپاره د خپل حکومت پر ضد سوله ییز اعتراض کوي، دا هغه حقونه دي چې د روسیې په اساسي قانون کې دوی ته ورکړل شوي دي. د خلکو نیول، د پولیسو له لوري تشدد ډېر زیات ځورونکی دی په خپله د ښاغلي ناوالني نیولو هم موږ ډېر خپه کړي یوو."

د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په روسیه کې د ناوالني په زرګونو ملاتړي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پرضد یې په اعتراضونو کې برخه اخېستې وه، نیول شوي دي.

دا په تیرې یوې لسیزې کې په روسیه کې تر ټولو ستر اعتراضونه دي.

د روسیې د اپوزسیون مشر الکسي ناوالنۍ د جنوري په ۱۷مه وروسته تردې د مسکو په هوایي ډګر کې ونیول شو چې له جرمني خپل هېواد ته ستون شو.