"د بهسودو پېښې د څېړنې لپاره ګمارل شوي پلاوي خپل کار پیل کړی"

ميدان وردګ ته د لېږل شوي پلاوي انځور

د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ حصه کې د شوې پېښې په اړه ګمارل شوي پلاوي خپل کار پیل کړی دی.

د میدان وردګ د بهسودو په لومړۍ حصه کې د جمعې ورځې د پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته تللي پلاوي د قضیې څېړنه پیل کړې.

د دې پلاوي دوو غړیو ازادي راډیو ته وویل، نن یې رسماً خپل کار پیل کړی او د پېښې له عیني شاهدانو، د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره یې خبرې کړي دي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا غړی حسین علي بلیغ، چې د پلاوي په ترکیب کې هم شامل دی وايي، دوی له امنیه قوماندان سره له لیدنې وروسته، نن سیمې ته تللي.

هغه وویل: "پایله دا شوه چې نن باید قضیه له ټولو جزییاتو سره وڅېړو. نن د قربانیانو د کورنیو، ټپیانو او د پېښې له شاهدانو سره د خبرو په حال کې یوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا پلاوی به د قربانیانو د کورنیو ستونزو ته ورسېږي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت استازی محمد مهدي راسخ چې په سیمه کې دی، د خلکو په استازولۍ ازادي راډیو ته وویل، پلاوي په منظم ډول له خلکو سره خبرې پیل کړي، خو دی له یاد پلاوي غواړي، څو دا پېښه په عادلانه ډول وڅېړي.

هغه وویل: "هغه کسان چې د پېښې شاهدان دي او هغه کسان چې د پېښې قربانیان دي، یا هم ټپي شوي دي، په منظم ډول ورسره پلاوي خبرې پیل کړي. موږ په پلاوي کې د راغلیو کسانو په اړه خوښ یوو."

په ورته وخت کې د ولسمشر دویم مرستیال سیمې ته د پلاوي له رسېدو سره سم، له دوی غوښتي د پېښو زیانمنو سره له مرستې سربېره، دا قضیه په عادلانه ډول وڅېړي.

د ولسمشر دویم مرستیال په خپله رسمي فيسبوک پاڼه روانو نا امنیو او خطرونو ته په اشارې لیکلي، دا پېښه دې په سوله‌ییز ډول حل شي.

هغه د سیمې له خلکو غوښتنه کړې، چې له ګمارل شوي پلاوي سره هر اړخیزه مرسته وکړي او پر هغوی یې غږ کړی چې اجازه ور نه کړي، څو د ده په خبره یو شمېر ځانګړې کړۍ له دې پېښې د هېواد د ملي ګټو پر ضد استفاده وکړي.

سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال دې پېښې ته قومي رنګ ورکول، د افغانستان د دښمنانانو کار بللی دی.

په ورته وخت کې د میدان وردګ والي عبدالرحمان طارق ازادي راډیو ته وویل، له پېښې وروسته، په سیمه کې وضعیت عادي دی.

طارق زياته کړه: "پلاوی به خپل راپور جوړوي، خو په دې موده کې بله پېښه نه ده شوې، وضعیت نورمال دی او د هیڅ کومې بلې پېښې خبر نه دی راکړل شوی."

کورنیو چارو وزرات وايي، د تېرې جمعې په ورځ د میدان وردګ ولایت د بهسودو په اوله حصه ولسوالۍ کې د یوې پېښې په پایله کې ۹ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د دې وزارت له قوله، امنیتي ځواکونو په سیمه کې پوستې جوړولې چې د علي‌پور اړوند غیر مسوولو وسله‌والو پرې ډزې وکړې.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، وژل شوي ټول هغه کسان دي چې له امنیتي ځواکونو سره یې نښته کړې او ټپیان بیا ملکیان او امنیتي ځواکونه دي او پر ملکیانو هم ډزې د علي‌پور د وسله‌والو له‌خوا شوي.

خو د سیمي خلک، علی‌پور ته نږدې کسان او په پېښه کې ټپیان شوي کسان وژل شوي او ټپیان ملکیان بولي او وايي چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړي.

دوی وايي، سوله‌ییز لاریون یې کاوه چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او مرګ ژوبله یې واړوله.

خو له دې پېښې وړاندې هم د افغانستان حکومت علي‌پور د غیر مسووله وسله‌والو په درلودو، په امنیتي ځواکونو د برید او پر باج اخیستنې تورن کړی دی.

خو علي‌پور ته نږدې کسان بیا وايي، هغه د میدان ـ جلریزـ بهسود لویې لارې په اوږدو کې او تر خوا یې له طالبانو څخه د خپلو خلکو او سیمې د ساتنې لپاره وسله پورته کړې ده.

د افغانستان حکومت په ۲۰۱۸ کال کې علي‌پور په کابل کې ونیوه، خو د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په منځګړتوب یې د یوه تضمین‌لیک له اخیستو وروسته، بېرته خوشې کړ.