امنیتي چارواکي: په بلخ کې ٣۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په نقشه کې د بلخ موقعیت

شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې، په پوځي عملیاتو کې، ۳۵ طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې دا عملیات د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد، تیمورک او مسګران کلیو کې شوي، په ترڅ کې یې ۱۵ طالبان وژل شوي، شل تنه ټپیان دي او دوه نور نیول شوي.

د یوه بل خبر له مخې دفاع وزارت په کندز ولایت کې په هوايي حملو کې اتلسو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

دې وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، چې دا هوايي حملې د امام صاحب ولسوالۍ په بخمل کوڅه کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر یوه مرکز شوي چې په ترڅ کې یې دولس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

طالبانو تراوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.