دفاع وزارت: نړیوال متحدان د افغان ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمن دي

افغان ځواکونه د روزنې پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نړیوال متحدان د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمن دي.

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د ناټو د څلورو لوړ-رتبه چارواکو په حواله په یوه راپور کې وویل، چې نړیوال ځواکونه به تر ټاکلي مهلت وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د هغې موافقې له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې ټول نړیوال پوځیان به د طالبانو له خوا د امنیتي ضمانتونو په بدل کې تر راروانې مې میاشتې له افغانستانه وځي.

د دفاع وزارت ویاند، روح اله احمدزي ازاۍ راډیو ته وویل: "زموږ ځواکونه د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په برخه کې له وړ ظرفیتونو برخمن شوي دي. د دې تر څنګ نړیواله ټولنه او ستراتیژیک همکاران د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرستو او همکارۍ دوام ته ژمن دي."

د ناټو یوې ویاندې ویلي، د امریکايي پوځیانو په ګډون په افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو شمېر دا مهال ۱۰،۰۰۰ ته رسېږي.

په وروستیو کې امریکايي چارواکو هم ویلي، چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.