د دانش دفتر: بهسود ته ورغلی پلاوى به د شوې شخړې په اړه څېړنه وکړي

د افغانستان په نقشه کې د ميدان وردګ موقعیت

د ولسمشر د دوهم مرستیال د مطبوعاتو د دفتر رييس وايي، میدان وردګ ولایت ته ورغلی پلاوى به هلته د شوې شخړې په اړه څېړنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني علیپور په نوم د غیرمسووله وسله والو د قوماندان کسانو له خوا ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وزارت په حواله امنیتي ځواکونو په بهسودو ولسوالۍ کې پوځي تاسیسات جوړول چې غیرمسووله وسلوالو کسانو ورباندې ډزې کړې دي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال محمد سرور دانش د دفتر د مطبوعاتو رييس محمد هدایت پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "پلاوی همدا اوس د قضیې په څېړنه بوخت دی. انتظار به شو چې پلاوی څه راپور ورکوي. دا چې هلته څه پېښ شوي، باید د پلاوي راپور ته انتظار شو، چې د شواهدو او کافي اسنادو پر اساس به قضاوت کوي او خپل راپور به وړاندې کوي."

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، په بهسودو ولسوالۍ کې په وروستۍ شخړه کې ۷ سرتېري او ۵ ملکیان ټپیان دي او ۹ غیرمسوول وسله وال وژل شوي دي.

له کابله ۱۳ کسیزه پلاوى د دې پېښې د څېړنې لپاره پرون دوشنبه میدان وردګ ته لاړ.