جرمني په روسیه کې د لاريونوالو پر وړاندې د ځواک کارول وغندل

په مسکو کې د پولیسو له لوري د يوه لاريون کوونکي د نيولو صحنه

د جرمني حکومت په روسیه کې د لاريون کوونکو پر وړاندې د پولیسو له خوا د ځواک کارول وغندل.

د جرمني د حکومت ویاندې مارتینا فیځ پرون دوشنبه په برلین کې یوه کنفرانس ته وویل: "موږ د روسیې له مشرتابه غواړو چې د ځواک کارول بند کړي، د مدني حقونو او ازادیو تضمین دې وکړي. نیول شوي کسان دې ژر تر ژره خوشې شي. د جرمني حکومت یو وار بیا د روسیې پر حکومت ږغ کوي چې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني هم سم دلاسه خوشې کړي او د روسیې په قلمرو کې دننه د ده په وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارونې په تړاو وضاحت ورکړي."

د روسیې د اپوزیسیون مشر او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالني د جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوایي ډګر کې ونیول شو. یوې محکمې یې د ۳۰ ورځو لپاره په بند کې د ساتلو امر وکړ.

بلخوا د روسیې لویې څارنوالۍ پرون وویل، د عدلي چارواکو د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې ویلي یې دي، د ناوالني تعلیقي بند دې په تنفیذي بند واړول شي.

د یکشنبې په ورځ د ناوالني د خوشې کېدو لپاره په ټوله روسیه کې مظاهرې وې چې پر مهال یې ۵۱۳۵ کسان ونیول شول.