ارګ: د سیاسي جریان په بدلېدو طالبانو ته په جمهوریت کې ځاى شته

په غزني کې د طالبانو له لوري جوړ شوى چېک پواينټ. 2020.1.11

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که طالبان د سیاسي فعالیت په جریان بدل شي، د جمهوریت په چتر کې ورته د شاملېدو امکان برابرېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو له خوا د نظام پر څرنګوالي بحث تر وخت مخکې ګڼي او وايي په کار ده، لومړی په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمېدو بحث وشي.

دې شورا دا څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي پرون په تهران کې یوه کنفرانس ته وویل، دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله نظام غوښتنه کوي، چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل: "طالبان د نظام پر میکانیزم تر تبصرو مخکې د دې خاورې د خلکو د وینو مسوول دي. د نظام پر چوکاټ اوس بحث تر وخت مخکې دی. فعلاً افغانان دې ته منتظر دي چې د جګړې دا ګرم اور مړ شي. جمهوريت په خپله دا مفهوم لري چې د سیاسي جوړښتونو هر تشکیل په کې ځاییدای شي. که طالبان د جنګي او ټروریستي بانډ پرځای د تفاهم او سیاسي فعالت په یوه جریان بدل شي. طبیعي ده چې د جمهوریت په چتر کې شاملېدای شي."

د طالبانو یوه هیئت چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر یې مشري کوي تېره اوونۍ ایران ته لاړ، چې د یکشنبې په ورځ یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې داسې اشاره ورکړې وه چې ښاغلي ظریف هم په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د تشکیل ملاتړ ښوولی و.

د طالبانو د هیئت غړي سهیل شاهین پرون رابلل شوي کنفرانس ته وویل، طالبان د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني، بلکې د قضیې یو اړخ یې ګڼي.

سهيل شاهین

شاهین وویل: "موږ په دوحه کې له ټولو افغاني جهتونو سره په مذاکره بوخت یو او هیله من یو پر داسې ټولشموله نظام سلا شو چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. موږ د قدرت د انحصار هڅه نه کوو."

تر دې مخکې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ویلي وو، طالبان د یوې کوچنۍ ډلې استازیتوب کوي، چې د ده په وینا په هېڅ ځای او هېڅ عنوان د افغانستان يا افغانانو استازيتوب نه شي کولی.

د طالبانو د هیئت غړي سهیل شاهین پرون په کنفرانس کې وویل، د هغې موافقې له مخې چې طالبانو د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره لاسلیک کړې، په راتلونکي کې به د افغانستان اوسنی حکومت ختمېږي.

هغه زياتوي: "د هغې موافقې چې موږ له امریکا سره لاسلیک کړې په یوه برخه کې راغلي چې په راتلونکي کې یو اسلامي حکومت جوړېږي، په دې معنی چې د کابل اوسنۍ اداره له منځه ځي او یو بل حکومت به رامنځته کېږي چې نظام به یې اسلامي وي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې ایران ته د طالبانو د هیئت په سفر خبر دی.

تېره اوونۍ د طالبانو بل هیئت روسیې ته هم سفر کړی و، چې د هیئت د یوه غړي شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونو پراخ عکس العملونه پارولي وو.

ښاغلي ستانکزي په روسیه کې ویلي وو، چې ولسمشر محمد اشرف غني دې استعفی وکړي.