چارواکي: کندهار، بغلان او لوګر کې ۴۵ وسله وال مخالفین وژل شوي

افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال. ارشيف

افغان چارواکي، په دریو ولایتونو کندهار، بغلان او لوګر کې د لږترلږه ۴۵ وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، لږترلږه دېرش طالبان د کندهارپه ارغنداب، ډنډ او پنجوایي ولسوالیو کې وژل شوي دي.

دغه راز د بغلان امنیې قومندان محمد ویس صمیمي ویلي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې چې د دې ولایت او کندز او د دې ولایت او سمنګان ترمنځ د لویو لارو په اوږدو کې وشول، ۹ طالبان ووژل شول.

د ۲۰۳ تندرقوله اردو هم په لوګر کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.

طالبانو په کندهارکې د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه ویلي، چې په ارغنداب کې یو روغتیا کلینک په نښه کړی و.

دغې ډلې د نورو پېښو او په ترڅ کې یې دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د افغان چارواکو د ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.