د امريکا مخکېني ولسمشر استيضاح: ټرمپ خپل دوه نوي مدافع وکيلان اعلان کړل

د امريکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د مدافع وکیلانو د هغه نوي ټیم غړي اعلان کړل چې په سنا جرګه کې به له ده د استیضاح په محاکمه کې دفاع کوي.

په دغه نوي ټیم کې دوه نوي غړي ډېوېډ شوین چې په ټلوېزیونونو کې به‌یې تل تبصرې کولې او د پنسلوانیا پخوانی سیمه‌ییز څارنوال بروس کاسټور شامل شوي دي.

دوی پرون یکشنبې په دې نوي ټیم کې خپل ګډون تأیید کړ. د ټرمپ مخکېني پنځه کسیز حقوقي ټیم یوه ورځ مخته تر دې له پخواني ولسمشر سره د ځیني اختلافاتو له امله خپله لاره جلا کړې وه.

ټاکل شوې چې په سنا کې د ټرمپ د محاکمې جریان د فبرورۍ په نهمه پیل شي.

استازو جرګې چې ډیموکراتان په‌کې اکثریت دي، ټرمپ مخکې له دې چې واک پرېږدي او جو بایډن د جنوري په ۲۰مه لوړه وکړي، څو ورځې مخته د کانګرس پر ودانۍ د هغه د پلویانو له لوري د یرغل په ګډون پر ځینو مواردو تورن کړی او هغه‌یې استیضاح کړ.

ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی چې د دندې په مهال دوه ځلې استیضاح کېږي.