ملګرو ملتونو د سولې وزارت پر يوه چارواکي برید وغانده

ارشیف

په کابل کې د چاودنو په دوام، نن سهار د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دفتر د رییس په موټر ماين چاودنه وشوه.

خشنود نبي زاده له خپلو دوو اولادنو سره له دې پېښې روغ وتی دی.

امنیتي بنسټونه وايي، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل: "نن سهار د کابل په لسمه ناحیه کې یو لنډګروزر ډوله موټر د سړک غاړي د ماین چاودنې ښکار کېږي، له نیکه مرغه چاته په کې زیان نه دی اوښتي خو مالي زیانونه یې اړولي. "

فردوس فرامرز

ښاغلی نبي‌زاده چې له دې پېښې روغ وتی ازادي راډيو ته يې ويلي، د سولې ښکېلې خواوې باید له تعرضه خوندي پاتې شي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، طالبان باید له هرې پرېکړې وړاندې د تاوتریخوالي کمښت ته جدي پاملرنه وکړي.

اغلې انوري زیاتوي: "نن د افغانستان د سولې وزارت د دفتر رئیس خشنود نبي‌زاده موټر تر برید لاندې راغلی، له نېکه مرغه هغه له دې بریده روغ وتی، روان تاوتریخوالي او دوام‌یې له هر بل وخته افغانان اغېزمن کړي، د افغانانو غوښتنه دا ده چې تاوتریخوالی ودرول شي او اوربند ټینګ شي، حکومت د يوې تلپاتې سولې لپاره هڅه کوي، خو تاوتریخوالی نور هم ډېر شوی."

ناجیه انوري

په کابل کې دیوناما دفتر هم په خپل ټویټر پاڼه په کابل کې د سولې وزارت په کارکونکي برید غندلی او ویلي دي چې دغه برید د سولې په پروسې برید دی او د سولې په خبرو کې له ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه پېښه غندلې او په ملکي کسانو او په ځانګړي ډول پر هغو، چې د سولې د ټینګښت او جګړې د ختمېدو په برخه کې کار کوي داسې بریدونه نه بخښونکی جنایت یاد کړی.

د دې شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د هدفي وژنو زیاتېدل، د ملکي کسانو، د رسنیو د غړو او مدني فعالانو هدف ګرځول هیڅ ډله خپلې موخې ته نه شي رسولی.

له دې پېښې سره همهاله نن په کابل کې د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت یو کارکونکي د نامعلومه کسانو له لوري ترور شوی.

د یو بل خبر له مخې کابل پولیس وايي، چې نن سهار د کابل په اومه امنیتي حوزه کې په یو نظامي موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې دوه کسه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په داسې حال کې چې د کابل د نننۍ پېښې مسولیت کوم وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو په افغانستان کې اروپايي ټولنې د دغه ډول بریدو تر شاه د طالبانو له لاس لرلو وايي.

اروپايي ټولنې تیره ورځ په یوې اعلامیه کې پر عام المنفعه ځایونو بریدونه، هدفي وژنې او د جګړې دوام ډېرى د طالبان کار یاد کړی.

خو طالبانو په یوې تازه اعلامیه کې د اروپايي ټولنې اعلامیې ته په غبروګون کې ویلي، چې دغه ډله په دې بریدونو کې لاس نه لري.

د دې ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې رامنځته شوي بحرانونه د اشغال د دوام ثمره ده او باید دغه لړۍ ژر تر ژره ختمه شي.

د تاوتریخوالي زیاتېدل هممهاله د سولې په خبرو کې خنډ او ځنډ هغه څه دي چې افغان چارواکي یې په دې برخه کې نهیلي کړي دي.

په دې اړه نور: د افغانستان د ملي امنیت شورا: وسله‌وال طالبان د روانو ناخوالو مسؤل دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د وروستیو ناامنیو پړه پر طالبانو اچوي.