نشنل انټرسټ: ولې د امریکا متحده ایالات جګړې نه‌شي ګټلی؟

ارشیف، په هرات کې امریکايي سرتېري

  • نشنل انټرسټ

ولې د امریکا متحده ایالات جګړې نه‌شي ګټلی؟ تر سرلیک لاندې نشنل انټرست خپرونې د افغانستان جګړې ته کتنه کړې ده.

لیکوال ډنیل ډاویس د پیل په کرښو کې لیکي، موږ ته ډېری سیاسي مشران او د نظر خاوندان د ټلوېزیون له لارې خبرو کې دا وایي چې متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن پوځ لري چې تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي، خو یو شمېر دې خبرې ته حیران دي چې د داسې یوه پیاوړي پوځ په لرلو سره، ولې د افغانستان جګړه، د بېلګې په توګه نه‌شي ګټلی؟

هغه جګړه چې نږدې ۲۰ کاله پرې تېرېږي او پوځ‌یې هم په دې موده کې د ګټلو هڅې کړې دي.

د لیکوال په باور ځواب‌یې ښایي له دې سره تړلی وي چې پوځ ته د کومو کارونو د ترسره کولو امر شوی نه دا چې هغه څه ډول سرته رسوي.

د نشنل انټرسټ په لیکنه، داسې ښکاري یو اصلي علت چې متحده ایالات د جنګ او سولې په اوسني عصر کې جګړې نه‌شي ګټلی دا دی چې د بېل کلېنټن د ادارې راهیسې نږدې هرې ادارې یوه بده بهرنۍ تګلاره پر مخ نیولې ده.

خبره دا نه‌ده چې وسله‌وال ځواکونه د دښمن په له‌منځه وړلو کې پاتې راغلي، بلکې خبره د هغو هدفونو ده چې دولت ورته ټاکلي چې باید ترلاسه‌یې کړي، داسې هدفونه چې ترلاسه کول یې ناممکن دي او همدا مسئله د دې لامل شوې چې موږ بریالي نه‌شو.

د امریکا متحده ایالاتو چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په افغانستان کې جګړه پیل کړې، جو بایډن‌یې څلورم ولسمشر دی چې هغه ورته په میراث رسېږي.

د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مخکېني، ډونالد ټرمپ ادارې له طالبانو سره یو تړون وکړ چې پر اساس‌یې باید د روان کال تر مې میاشتې پورې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي، خو د بایډن د لوړپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې برېښي چې دغه هدف ښایي په نږدې راتلونکي کې ترلاسه نه‌شي.

  • لاس انجلس ټایمز

بلې امریکایۍ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې پر دې تمرکز کړی چې پر بایډن د هغه امریکایي قراردادي د خوشې کولو لپاره فشارونه په زیاتېدو دي چې په افغانستان کې یرغمل شوی دی.

لاس انجلس ټایمز لیکي، دې ته په پام چې د بایډن اداره په راتلونکو میاشتو کې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر وتلو غور کوي، یو شمېر دې ته اندېښنه لري چې ښایي برمته شوی امریکایي قراردادي به چې ګومان کېږي له طالبانو سره تړلې یوې ډلې یرغمل کړی وي، تر شا پاتې شي.

د ورځپاڼې په لیکنه د مارک فریریچز (Mark Frerichs) پر یرغمل کېدو یو کال اوړي او د کورنۍ غړي او نور ملاتړي یې د بایډن له ادارې څخه غواړي چې تر هغو دې نور ځواکونه له دې هېواده نه‌باسي چې هغه خوشې شوی نه‌وي.

که څه هم طالبانو نه‌دي ویلي چې دغه قراردادي له دوی سره دی، خو یو شمېر امریکایي چارواکي ګومان کوي چې هغه به له حقاني شبکې سره بندي وي.