اروپايي ټولنې او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خلکو له وژلو او د تأسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.
په کابل کې د اروپايی ټولنې استازولۍ نن په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپرې کړې ده.
په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې او ناټو په ملکي استازولۍ سربېره د امریکا، بریتانیا، استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ډنمارک، فنلند، چک جمهوریت، هالند، اسپانیې او سویډن نومونه راغلي چې په افغانانو باندې بریدونهیې غندلي دي.
Together with EU member states, @AusEmbAfg , @CanEmbAFG, @NATOscr, @UKinAfghanistan & @USEmbassyKabul , we raise our voice on the continuation of assassinations, kidnappings and destruction of vital infrastructure. pic.twitter.com/J7zBi8oHVg
— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) January 31, 2021
اعلامیه زیاتوي چې طالبان د اکثرو دا ډول بریدونو مسؤلیت په غاړه لري.
دغو لوېدیځو ډیپلوماتیکو مأموریتونو ویلي: "طالبان باید پوه شي چې د دوی له تاوتریخوالي ډک او ورانوونکې کړنې نړۍ په غوسه کوي او که سوله په افغانستان کې ټینګېږي دغه تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي."
تر دې نږدې دوه میاشتې مخکې د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په اوومه هم اروپايي ټولنې او ګڼو لوېدیځو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې غندلې وې او له طالبانو یې غوښتي و چې له دې ډول بریدونو لاس واخلي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې د اروپايي ټولنې او یو شمېر اروپايي هېوادونو د نننۍ اعلامیې په اړه څه غبرګون نهدی ښودلی.