د روسیې اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ زرګونه پلویان نن مظاهرو ته راوځي

د الکسي ناوالني د پلویانو مخکېنۍ مظاهره

ټاکل شوې ده چې د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ زرګونه پلویان نن د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې مظاهرو ته راووځي او د ناوالنۍ د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

په همدې حال کې پرون شنبه د الکسي ناوالنۍ پلویانو ته سخت خبرداری ورکړل شو چې د نن ورځې په مظاهرو کې ګډون ونه‌کړي.

د راپورونو له مخې، پولیس او امنیتي ځواکونه د نن ورځې تر مظاهرو مخکې د الکسي ناوالنۍ یو شمېر نږدې کسان او متحدان نیولي او په مسکو کې یې پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.

الکسي ناوالنۍ چې د پوتین کلک مخالف دی، دوه اوونۍ مخکې له جرمني څخه مسکو ته تر رسېدو وروسته په هوايي ډګر کې ونیول شو.

ناوالنۍ د تېر کال د دوبي په وروستیو کې په نوويچوک ګازو له مسموم کېدو وروسته د درملنې لپاره جرمني ته تللی و.

تېره اوونۍ د ده زرګونو پلویانو د روسیې په ۱۰۰ ښارونو کې مظاهرې وکړې.