چارواکي: امنیتي ځواکونو په ارزګان کې ۷ مشکوک وسله وال نیولي

آرشیف

د ارزګان والي وايي، امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې ۷ تنه مشکوک وسله وال، نشه يي توکي او ماینونه نیولي دي.

والي محمد عمر شېرزاد نن ازادۍ راډيو ته وویل: "افغان ځواکونو په عملياتو کې ۷ تنه وسله وال ۶ کړۍ ماينونه او زيات شمېر نشه يي توکي نیولي. زموږ د افغان ځواکونو ددغو هڅو ستاينه کوو."

دوې ورځې وړاندې هم په ارزګان کې د درېیو مشکوکو ماین ښخوونکو د نیولو خبر ورکړل شوی و.